ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسشمشر سيد ابراهيم رئيسي نن د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د پرانېستې په دستورو کې پخپلې وینا کښې د دغې غونډې د جوړؤنکو په قدرونې سره د آيت ا... تسخيري چې د دغې ادارې بنياد يې کېښودلی او شهيد قاسم سلېماني چې په اسلامي امت کښې د اتحاد او يووالي د رامنځته کولو لپاره ئې عملي اقدامات کړي دي ، ياد او خاطره ونمانځله.
تهران (ایکنا) - د ایران ولسمشر په دې خبرې سره سره چې د اسلامي حکومت په داخل کښې د اتحاد وخت دی، وويل، په دې حالت کښې سپارښتنه کيږي چې اختلاف او تفرقه مه پېدا کوئ، تفرقه اچونکې خبرې مه کوئ، د قلم د تقدس خيال وساتئ، دا د حکومت په دننه کښې سپارښتنې دي چې د يووالي په خلاف څه خبره ونه شي، خو په افکارو کښې د اتحاد وخت د اسلامي امت ګډ هدف دی.
هغه وويل، کله چې داعش ترهه ګره ډله جوړه شوه نوځينو په صحيح توګه داعش درک نه کړ. هم هغه وخت مې ياد ديچې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل،د داعشيان د کار ډول د صهيونېسټانو د کار ډول دی، دا د يو مسلمان کار نه دی چې دومره وينه وبيوي او جنايتونه وکړي، نو معلومه شوه چې د هغوي امريکائي او صهيونېسټي ريښه لري.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر زياته کړه، نن په لبنان او افغانستان کښې د دغې دسيسې کتونکي يوو او پرون په عراق او سوريې کښې يې کتونکي وو. په دغې دسيسې پوهېدل ډېره مهمه خبره ده او د اسلامي علماؤ بېدارونه به په اسلامي امت کښې د ځوانانو د ژغورنې سبب شي.
ولسمشر رئيسي په کانفرنس کښې موجودو علماو او دانشورانو ته وويل: په اسلامي امت او اسلامي نړۍ کښې د علماو او د پېدارونې رول ډېر اثر لرونکی دی چې هم په انحرافاتو څارنه ولري اوهم په موقع خبرداری ورکړي چې اسلامي امت د دغو دسيسو په مقابل کښې محفوظ پاتې شي.
ابراهیم ریئسي په دې خبرې سره چې د پیغمبر اکرم مقدس وجود د وحدت چورلیز دی ، ووئیل ، باید دهغه بزرګوار پاک سیرت او دغه راز د د ین مخکښانو اولویانو سیرت پام وکړو او د وحدت راز ، د اهل بیت علیهم السلام او ددغو دیني لویانو علمي سیرت ته پام دی چې دا چاره اسلامی ټولنه د اتحاد یووالی او ائيتلاف په لور هدایتوي .